د امربالمعروف اونهی عن المنكر وزارت

د امربالمعروف اونهی عن المنكر وزارت

الله تعالی جل جلاله مو په ټولو شرعي چارو کې بریالي لره.

وبعد! د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د معلوماتو غوښتلو په هکله ستاسو د محترم ریاست د (۲۱۴-۳) ګڼه ۶/۱۱/۱۴۴۶ نیټه لیک په ځواب کې په درنښت سره لیکو، چې د شکایتونو اورېدلو قانون د حکمونو په رڼا کې عام هیوادوال کولای شي له امارتي ادارو، مسؤلینو او کارکوونکو څخه د کم کارۍ، له امارتي موقف څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، ناوړه چلند، اداري فساد او نورو برخو کې خپل شکایتونو دې وزارت ته وړاندې کړي، چې وروسته بیا د دې معنیت له لوري څخه د لاندې مراحلو په طئ کولو سره اړونده شکایتونو ته رسېدنه کیږي:

۱. شکایتونه د دې معینیت اړوند د شکایتونو اورېدلو او تصنیف مدیریتونو له لوري څخه په ځانګړې فورمه کې ترلاسه کیږي او وروسته یې ثبت او ډلبندي ترسره کیږي، پدې مرحله کې که شکایت د لوړو مقاماتو مربوط وي په خپله د شکایتونو اورېدلو معینیت د محترم مقام له لوري څخه له اړونده مقاماتو سره شریک کیږي، که چیرته شکایت ساده او آسان وي؛ نو د شکایتونو اورېدلو او تصنیف ریاست له لوري څخه رسېدنه ورته کیږي؛ خو که چیرته شکایت پیچلی وي او ډیر تحقیق ته اړتیا ولري؛ نو وروسته د بلې مرحلې لپاره د شکایتونو د تحلیل او بررسي ریاست ته استول کیږي.

۲. هغه شکایتونه چې پیچلي وي او د حل کولو په موخه څیړنو ته اړتیا ولري، پدې ډول شکایتونو باندې د دې معینیت د شکایتونو د تحلیل او بررسي ریاست له لوري څخه تحلیل او ژورې څیړنې ترسره کیږي او د څیړنو په پایله کې د شکایت حقیت او عدم حقیت روښانه کیږي، که چیرته د شکایتونو د تحلیل او بررسي ریاست د څیړنو په پایله کې شکایت پر ځای ثابت شي او د مشکوعنه له طرفه د څیړنو په دوران کې شکایت ته رسېدنه ونشي، نو پدې حالت کې شکایت اړونده مرجع، محکمې او یاهم د مشرتابه عالي مقام ته د لیږلو په موخه د ارجاع پیګیري او د مصوباتو د تطبیق ریاست ته استول کیږي.

۳. هغه شکایتونه چې د شکایتونو د تحلیل او بررسي ریاست له لوري څخه د ارجاع، پیګیري او دمصوباتو د تطبیق ریاست ته استول شوي وي، د ارجاع پیګیري او د مصوباتو د تطبیق ریاست یاد شوي شکایت د مراجعو په تفکیک او د سلسله د مراتبو په نظر کې نیولو سره اړونده مراجعو ته راجع کوي، پدې ډول که د مربوطه مرجع لخوا د شاکي شکایت ته رسېدنه ونشي، نو یاد شوي ریاست یې د مربوطه مرجع مافوق مرجع ته استوي او که بیا رسېدنه ورته ونشي نو مربوطه مرجع او مشکوعنه دواړه محکمې او یاهم د مشرتابه عالي مقام ته ور پيژني.

۴. ځینې وخت د شکایتونو د دوسیو د حل کولو او څیړلو په جریان کې د شرعي موضوعاتو څیړلو ته اړتیا وي، چې دا ډول موضوعات د حل کولو او شرعي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د شکایتونو اورېدلو معینیت تر چتر لاندې شکایتونو ته د رسېدنې بورډ شیوخ کرامو ته استول کیږي او شیوخ کرام د شریعت مطهره د مبارکو حکمونو په رڼا کې نظر ورباندې ورکوي.

۵. که د هیواد په ولایتونو او ولسوالیو کې د کومې ځانګړې پیښې په رابطه شکایت وشي؛ نو د شکایتونو اورېدلو معینیت د پیښې د څیړلو او د ستونزې د حل کولو په موخه مربوطه ساحې ته له متدینو، امانتداره او لمونځ ګذاره اشخاصو څخه جوړ هیئت استوي.

۶. ځینې وخت شکایت کوونکی په ولایتونو کې له امارتي ادارو او مسؤلینو څخه د شکایتونو اورېدلو معینیت ته شکایتونه وړاندې کوي، دا چې په ولایتونو کې د شکایتونو اورېدلو آمریتونه فعاله دي؛ نو پر همدې اساس یاد شوي شکایتونه د شکایتونو اورېدلو معینیت د محترم مقام له لوری څخه د مربوطه ولایت د شکایتونو اروېدلو آمریت ته راجع کیږي.

همداراز د عام ولس د شکایتونو اورېدلو په جریان کې د سهولت په موخه دې معینیت د شکایتونو اورېدلو (۱۹۱) وړیا شمیره او د اړیکو نیولو مرکز هم فعاله کړی، عام هیوادوال کولای شي په ۲۴ ساعته ډول په وړیا توګه اړیکه ور سره ونیسي او خپل شکایتونه ورته وړاندې کړي.

لهذا پورته لیکل شوي معلومات عامو هیوادوالو ته د دې وزارت د شکایتونو اورېدلو خدماتو د وړاندې کولو په هکله ستاسو محترم حضور ته وړاندې شول، والسلام.