د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان برېښنا شرکت د حرارتي وسایلو او جنراتورونو لپاره د اړتیا وړ ډیزل تېلو د تدارک پروژه (څلور لاټه)
د داوطلبۍ شمېره: REBID/NPD/DABS/NCEC/1403/G-863/NCB
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې درج شوي.
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۹ مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښناليک: npd.bidding1@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.