د چارو ادارې لوی رئیس؛ انساني قاچاق غیر شرعي عمل دی

د چارو ادارې لوی رئیس؛ انساني قاچاق غیر شرعي عمل دی
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۳مې ګڼې د ۱۴۴۶/۶/۹ نېټې فرمان په اړه ناسته ترسره شوه.
یاده غونډه (محرم الحرام ۲۳مه/چنګاښ ۲۸مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ملکي چارو مرستیال مولوي عزت الله حقاني، د لوړو زدهکړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبدالله سیحان او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.
د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او کلتور، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي؛ ترڅو د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو او د بدو عواقبو په اړه د عامه پوهاوي اړوند لارې چارې جوړې او عملي کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ انساني قاچاق ناروا عمل او د انسانيت پر ضد جرم دی، دا یو غیراسلامي او غیراخلاقي عمل دی، چې باید په ټولنه کې یې ریښې له منځه لاړې شي.
نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۳م ګڼې فرمان د پلي کېدو په ناسته کې وویل چې ټولو اړوندو ادارو ته دا دنده سپارل شوې؛ ترڅو د انساني قاچاق پر ضد جدي اقدام او عامه پوهاوی وکړي او خلک د ورته خطرناکو کړنو له ناوړه پایلو خبر کړي.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.