هیئت اداره امور جهت بررسی موضوعد نیمروز او فراه د حد فاصل موضوع د څېړنې لپاره د چارو ادارې پلاوي یادې سیمې ته سفر وکړ سرحد میان نیمروز و فراه به ساحه یادشده سفر کرد
د نیمروز او فراه د حد فاصل موضوع د څېړنې لپاره د چارو ادارې پلاوي یادې سیمې ته سفر وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء محترم مقام د (۲۱۹) ګڼې، د ۱۴۴۸/۱/۱۲ نېټې حکم له مخې، د نیمروز او فراه ولایتونو ترمنځ د حد فاصل په اړه د رامنځته شوې موضوع هر اړخیزې څېړنې او مناسبې حللارې موندلو په موخه د چارو ادارې عمومي ریاست ته د یاد حکم د تطبیق او عملي کېدو د څارنې او همغږۍ دنده سپارل شوې ده.
د یاد حکم پر بنسټ، د چارو ادارې عمومي ریاست د امارت د پالیسۍ معاونیت تر مشرۍ لاندې، د اړوندو ادارو له استازو څخه ګډ جوړ شوي پلاوي د یادې موضوع د هر اړخیزې ارزونې په موخه فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ.
دغه پلاوی د چارو ادارې عمومي ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي نذیر احمد ناصر په مشرۍ، د پلان، ارزونې او راپورونو د تحلیل ریاست د کارپوهانو په ګډون، د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او د احصایې او معلوماتو عمومي ریاست له استازو څخه جوړ شوی وو.
یاد پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فراه او نیمروز ولایتونو له اړوندو مسؤولینو، سیمهییزو چارواکو او د موضوع له اړوندو لوریو سره ناستې ترسره کړې او د دواړو ولایتونو ترمنځ یې د حد فاصل په اړه رامنځته شوې موضوع له بېلابېلو اړخونو څخه په هر اړخیز ډول وڅېړله.
د سفر پر مهال د موضوع اړوند اسناد، معلومات او شته شواهد راټول او وارزول شول. همدارنګه، د سیمې د وضعیت او موضوع د اداري او تخنیکي اړخونو په اړه لازم معلومات ترلاسه شول؛ ترڅو د ریاستالوزراء محترم مقام د حکم د لا ښه تطبیق او موضوع د اصولي حل په موخه دقیق او هر اړخیز راپور ترتیب شي.
ټاکل شوې ده چې پلاوی به د ترسره شویو څېړنو، موندنو او راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ خپل راپور له اړوندو مراجعو سره شریک کړي؛ ترڅو د نیمروز او فراه ولایتونو ترمنځ د حد فاصل په اړه د رامنځته شوې موضوع د حل لپاره لازم تصمیمونه او اجراآت ترسره شي.