د چارو ادارې لوی رئیس: د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی

د چارو ادارې لوی رئیس: د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی

د ملي خصوصي پوهنتون له لوري په افغانستان کې د درملو منطقي کارونه او راتلونکي لید لوري په اړه داخلي علمي څېړنیز کنفرانس ترسره شو.

دا غونډه نن چهارشنبه جمادي الآخر ۲۶مه/لیندۍ ۲۶مه د کابل کانټننټال هوټل د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، اطلاعات او کلتور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مالیې وزیرانو، د درملو فابریکو مسؤولینو او استازو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل: هغه مسائل چې د حکومت عمده کاري برخه جوړوي او د رعیت هم اړتیا او غوښتنه وي، چې باید ښه رسیدګي ورته وشي، هغه له امنیت، اقتصاد، تعلیم او صحت څخه عبارت دي، چی الحمد لله، د افغانستان د امنیت له ښه والي څخه انکار نه شي کېدای، همدا راز له اقتصادي ودې او په ګڼو برخو کې چې کومې اقتصادي برنامې تر لاس لاندې نیول شوي دي، هر چاته روښانه دي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه: د پوهنې ځینو برخو کې اصلاحي او پراختیایي اقدامات تر سره شوي، لکه د سلګونو دیني او عصري تعلیمي مراکزو تأسیس، د نصابونو بیاکتنه او اصلاح، د استادانو او اړونده تعلیمي خدمتونو بهیر د کفایت په اړه اړین او کوټلي ګامونه اخیستل شوي.

نوموړي ټینګار وکړ؛ چې د روغتیا په اړه هم ویلی شو چې ا.ا.ا. د نورو برخو په څېر، دې برخه کې هم ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان دی. د امنیتي ناخوالو ازاله، د نشیي توکو تورید، تولید او د استعمال بندش، د قوانینیو، تشکیلاتو او اړونده وسائلو با کفایته کولو سره د بې کیفیته غذا او دوا مخنیوی، په معالجوي برخه کې د کفایت او ژمنتیا په اړه د سالم رقابت فضاء ایجادول او په ټوله کې د روغتیا په اړه د خودکفایي پیاوړې انګېزه رامنځته کېدل، هغه څه دي چې له امله یې لږ وخت کې د ډېر پرمختګ امېد کېدای شي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعا سره پای ته ورسېده.