د چارو ادارې لوی رئیس: د عایداتو راټولول او مصرفول باید په پوره احتیاط، امانتدارۍ او عدل سره ترسره شي

د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته د جوړ شوي شپږ ورځني ښوونیز سیمینار پای کې ګډون او وینا وکړه.
یاد سیمینار نن پنجشنبه، ذوالقعده ۱۷مه/ غوایي ۲۵مه، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو تالار کې جوړ شوی وه، چې د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاووس طارق، رئیسانو، معاونینو او د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالانو ګډون درلود.
شیخالحدیث مولوي نورالحق انور وویل: ښاروالۍ د عایداتي ادارې په توګه له ملت څخه عایدات ترلاسه کوي، نو د عایداتو راټولول او مصرفول باید په پوره احتیاط، امانتدارۍ او عدل سره ترسره شي، هغه زیاته کړه دا عایدات باید په هغو سیمو کې ولګول شي چې عامو خلکو ته زیاته ګټه ورسوي او د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي؛ ترڅو د ښارونو پرمختګ او ولس ته هوساینه رامنځته شي.
د چارو ادارې لوی رئيس وویل: ښاروالۍ دې هڅه وکړي چې خپل ملکیتونه خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړي، ترڅو د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی شي، د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي او اقتصادي پرمختګ چټک شي. د خصوصي سکتور وده به نه یوازې اقتصادي ثبات رامنځته کړي، بلکې د ولس لپاره به د خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو زمینه هم برابره کړي.
یاد سیمینار د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.