د اداري پروسو ساده کولو رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

شنبې ورځ، ۱۴۴۷ هـ.ق، ربیع الأول٢٠مه/ ۱۴۰۴هـ.ق. سنبلې ٢٢ مه

د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس د جوزجان ولایت والي قاري ګل حیدر شفق د شبرغان ښار ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو له رئیسانو سره وکتل.

د اداري پروسو ساده کولو رئیس بریالي ابدالي د تخنیکي ټیم په مشرۍ د یاد ولایت والي ته د پروسو ساده کولو او همدارنګه جوزجان ولایت ته د سفر د موخو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل، د یاد ولایت والي د تخنیکي ټیم په سفر خوښي وښوده او د لا زیاتو پروسو د ساده کولو غوښتنه یې وکړه.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو اوهمداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شویو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح کولو زده کړه يیز سمینار پیل کړ.

د یادو روزنېزو برنامو سربېره یې په یاد ولایت کې د برېښنا شرکت، د جوزجان پوهنتون او د تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت کې د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره کړه.