د پروژو انسجام رئیس د پراختیایي پروژو د څارنې په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ
د پروژو انسجام رئیس د پراختیایي پروژو د څارنې په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست د پروژو د انسجام رئیس مولوي عمار زمرک یاسر، له مل تخنیکي پلاوي سره یوځای، د پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې په موخه ختیځو ولایتونو (ننګرهار او کنړ) ته سفر وکړ.
یاد سفر د پلان لهمخې، د قوشتيپې کانال پروژې تر څارنې وروسته ترسره شو، چې موخه یې د روانو پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر څارنه، د کارونو د کیفیت، شفافیت او پرمختګ ارزونه وه.
په دې لړ کې د نیمهکاره پروژو د احجامګیرۍ او اړوندو سکتورونو ته د انتقال له بهیر څخه هم لېدنه وشوه، څو د چارو د معیاري تطبیق او سم پرمخ تګ څخه ډاډ ترلاسه شي.
د سفر پر مهال لاندې مهمې پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې: د ننګرهار ولایت ۶۰۰ بستریز روغتیایي کمپلکس، د کنړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د مساجدو د احجامګیرۍ او سکتور ته د انتقال بهیر.
د یادهونې وړ ده چې دا څارنه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۶۰۵۲ ګڼې حکم د بشپړ تعمیل، د پروژو د معیاري تطبیق، اغېزمنتیا ارزونې او د دوامدار پرمختګ د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره شوه.