مولوي سیف الدین تائب: مسلمانان د اللّٰه تعالی او رسول اللّٰه صلی الله علیه وسلم د اوامرو په اطاعت مکلف دي

مولوي سیف الدین تائب: مسلمانان د اللّٰه تعالی او رسول اللّٰه صلی الله علیه وسلم د اوامرو په اطاعت مکلف دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو مخکینی رئیس قاري عبدالمجید قيام چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د احصايې مرستيال په توګه ټاکل شوی و، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب له لوري رسماً معرفي شو.

یاده غونډه ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر۲۳مه/۱۴۰۴ هـ.ش، زمري۲۶مه، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې احصايې مرستيال، د کورنيو چارو وزارت او د ماليې وزارت مسؤولينو په ګډون ترسره شوه.

غونډه کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب وويل چې انسانان د اللّٰه تعالی او رسول اللّٰه ص د اوامرو په اطاعت مکلف دي او په وينا یې چې کله د يو شرعي امیر له لوري حکم صادر شي، رعيت يې باید اطاعت وکړي او دغه راز یې وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت چوکاټ کې چې څوک خدمت کوي بايد نبوي اخلاق ځان کې پيدا کړي.

ورپسې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مرستيال قاري عبدالمجید قيام په خپلو خبرو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري نوموړي ته د دغه لوی مسؤوليت سپارلو له امله مننه وکړه او په وينا یې چې ورسپارل شوی مسؤوليت ډېر ستر ده او په ښه شکل ترسره کېدو کې یې د اللّٰه ج نصرت او توفیق غواړي.

د یادونې وړ ده چې قاري عبد المجید قیام پخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.

ياده غونډه چې د قران کریم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.