د بېلابېلو امارتي ادارو لپاره د دریو ساختماني او تجهیزاتي پروژو افر پرانېسته ترسره شوه

د بېلابېلو امارتي ادارو لپاره د دریو ساختماني او تجهیزاتي پروژو افر پرانېسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د بېلابېلو امارتي ادارو لپاره د ساختماني او تجهیزاتي پروژو افر پرانېستې مراسم د افر پرانیستې هيئتانو او داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شول.
چهارشنبه، صفرالمظفر ۲۶مه/ زمري ۲۹مه.
د ۸ ډوله خامو موادو، نمبر پلېټ او دوه ډوله تور او سپین هیلوګرام د برابرولو پروژه، د امارتي مطبعې صکوکو، ضرابخانې او کابل ښاروالۍ اړوند د بګرامي لته بند له عمومي سړک څخه تر کابل-جلالاباد اتصالي سړک پورې، د ۶۰ متره سړک د جوړولو پروژه (دویم لاټ).
د امارتي شمالي ډبرو سکرو شرکت اړوند، د ۷۵ قلمه فلټر، غوړ، ټایرونو او ټرانسپورټي پرزو د برابرولو پروژه.
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست مسؤولینو د افر پرانیستې غونډه کې ګډونوالو ته د تدارکاتي پروسو د روڼتیا ډاډ ورکړ او له داوطلبو شرکتونو یې وغوښتل چې پروژې د قرارداد له مخې او په ښه ډول تطبیق کړي.
بل لور ته د داوطلبو شرکتونو استازو دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د پروژو کارونه به په بنسټیز ډول او د قرارداد مطابق بشپړ کړي.