د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له دوو روزنيزو پروګرامونو څخه ۱۵۲ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مفتي شهزاد نور راشد د ملکي خدمتونو د ۱۷ ادارو ۱۵۲ رئیسانو، امرينو او کارکوونکو د فراغت په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې دوو لس ورځنيو روزنیزو پروګرامونو کې يې ګډون کړی و.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادي الثاني ۲۱مه/ مرغومي ۳مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد فارغانو ته په وينا کې وویل، د اداري اصلاحاتو ادارې موخه په هېواد کې د ښې حکومتولۍ ټینګښت دی.

ښاغلي راشد زیاته کړه، د خلکو رضایت د یو باصلاحیته مامور وړتیا پورې اړه لري او په همدې خاطر موږ هڅه کوو چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د مدیریت او رهبرۍ نوې لارې چارې ور زده کړو.

له بل لوري د کندهار پوهنتون رئيس شيخ عبدالرحمن طيبي او د دغه روزنيز پروګرام يو تن ګډونوال د فارغانو په استازيتوب خبرې وکړې او د چارو ادارې لوی رياست له رهبرۍ يې مننه وکړه چې د مديريت او رهبرۍ د زده کړې زمينه يې ورته برابره کړې ده.

ښاغلي طيبي وويل، چې د ملکي خدمتونو په انسټيټوټ کې چمتو شوي ښوونيز توکي ډېر اغېزمن دي او غوښتنه يې وکړه، چې دغه روزنيز کورسونه دې د ملکي خدمتونو ټولو کارکوونکو ته برابر شي.

د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۵۴ تنو د رهبرۍ پراختیا په روزنیز پروګرام کې او ۹۸ تنو د مدیریتي مهارتونو په عملي پروګرام کې ګډون کړی و.

په ګډونوالو د تصديق ليکونو له وېش وروسته، دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.