د چارو ادارې لوی رئیس د اریانا افغان هوایي شرکت نوی ټاکل شوی رئیس رسماً معرفي کړ

د چارو ادارې لوی رئیس د اریانا افغان هوایي شرکت نوی ټاکل شوی رئیس رسماً معرفي کړ
د عامې روغتیا وزارت پخوانی مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د اریانا افغان هوایي شرکت نوی رئیس ټاکل شوی و، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شو.
یاده غونډه ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر۱۶مه/۱۴۰۴ هـ.ش، زمري۱۹مه، د اریانا افغان هوايي شرکت د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اریانا افغان هوایي شرکت نوي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ په اسلامي نظام کې ټاکنې د تقوا، عدالت او وړتیا له مخې ترسره کېږي او پر مسؤولینو هم لازمه ده چې ورسپارل شوی امانت په ښه توګه پرمخ یوسي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: دلته د امیر لخوا په ټولو مواصفاتو برابر اشخاص پر دندو ګمارل کېږي؛ په ساختار کې راغلو مسؤولینو د ولس او مشرانو باور ترلاسه کړی.
د یادونې وړ ده چې د غونډې پای کې د چارو ادارې لوی رئیس د اریانا افغان هوایي شرکت د پخواني رئیس مولوي عبد الولي صدیقي ترسره کړي فعالیتونه وستایل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د کامیابۍ غوښتنه وکړه.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.