د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لوري د نوي ښوونیز کال پیل غونډه ترسره شوه
د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لوري د نوي ښوونیز کال پیل غونډه ترسره شوه
د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لوري اماني عالي لیسه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اطلاعات او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني او یو شمېر نورو مسؤولینو په گډون د نوي ښوونیز کال پیل په موخه غونډه ترسره شوه.
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال شوال المکرم ۸مه/۱۴۰۵ هـ.ش کال وري ۶مه
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د شکر ځای دی، چې د امن او بشپړې خپلواکۍ په فضاء کې نوي ښوونیز کال پیلوو؛ د ټولو انتفاعي، خدماتي او امنيتي ادارو باکفايته کېدو او همدا راز د پرمختګ او ښېرازۍ ته د لارې برابرېدو لپاره تعليمي بهير ته توجه او د تعليمي معيارونو رعايت ضروري دی.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: کومو هېوادونو او نظامونو چې د ښوونې او روزنې برخې ته پام کړی دی، ښې پایلي یې هم تر لاسه کړي دي او اسلامي امارت خپلو تېرو تجربو ته په کتو د ښوونې او روزنې برخه کې خپل وس او توان کاروي او ځانګړې پاملرنه یې ورته کړې ده.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: کومو نظامونو چې په دې برخه کې د بې غورۍ څخه کار اخیستی دی، بیا یې بدې پایلې لرلي دي؛ په تعلیمي برخه کې که استاد، زده کوونکی، نصاب، د معلوماتو انتقال، طرز او ترتیب، د تعلیم ماحول او چاپیریال معیاري ول، په ګڼو مواردو کې یې ستونزې حل شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې استاد معمولي شخص نه دی؛ د استاد، ګفتار، کردار وړتيا، ديد. سيرت او صورت پر زده کوونکو ژور اغېز لري، دا هغه مهمه دنده ده، چې انبياوو ترسره کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي د انبیاء وظیفه په مجموع کې همدا ده چې د انسانانو د پوهاوي لپاره رالېږل شوي دي، ترڅو خلکو ته زده کړه ورکړي، د دنیا او اخرت لپاره به با بصیرته او نېکمرغه خلک ترې جوړوي.
یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.