د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم بامیانو ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم بامیانو ولایت ته سفر وکړ

سه شنبه، ۱۴۴۷هـ ق. صفرالمظفر ۱۱مه/ ۱۴۰۴هـ.ش زمري ۱۴مه.

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د بامیانو ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم بامیانو ولایت ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه سفر وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې د بامیانو ولایت والي د تخنیکي ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له یادو برنامو پوره ملاتړ وکړ.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او همداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شویو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح کولو زده کړه‌يیزه برنامې پیل کړې.‏