د افغانستان د فارمي چرګانو د فارم لرونکو سراسري اتحادیې سره غونډه وشوه

د چرګانو په صنعت کې د اسلامي امارت او د چرګانو د سراسري اتحادیې د گډې هڅې په موخه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د یادې اتحادیې استازو ترمنځ غونډه وشوه.
دا غونډه نن یک شنبه (ذي القعده ۶مه/ غوایي ۱۴مه) د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د زراعت او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د اتحادیې استازو په گډون د یادې اتحادیې له لوري، تاج کانتننتال هوټل کې ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: کله چې یو هېواد له اغېزمن او ښه حکومت څخه برخمن وي، د پرمختګ پر وړاندې خنډونه له منځه وړي او د اسانتیاوو لپاره لازم شرایط برابروي.
نوموړي وویل: اسلامي امارت په هېواد دننه د پانګونې لپاره سهولتونه او لازمه زمینه برابره کړې ده او د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده اوس د دیني مسؤولیت پوره کولو وخت رارسېدلی چې پانګوال دې د افغانستان ودانولو لپاره خپل عملي ګامونه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل، چې د اتحادیې غړي دې هڅه وکړي؛ ترڅو داخلي او بهرني پانګوال وهڅوي او د پانګوالو ستونزې دې د اسلامي امارت مسؤولینو سره شریکې کړي؛ ترڅو ورته رسېدنه وشي.
د زراعت او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: اسلامي امارت د خصوصي سکتور سره پوره همکاري لري او دا خپل مسؤولیت ګڼي؛ ترڅو هیواد کې د ټولو داخلي او بهرني پانګوالو لپاره په امن چاپېریال کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادې اتحادیې رئیس، توریالي همت وویل: اسلامي امارت دې برخه کې همکاري کړې ده او د بهرنيو هېوادونو څخه د یخچالي غوښې واردات بند شوي، چې دا اقدام د هېواد لپاره له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شوی دی.
نوموړي وویل: اوسمهال افغانستان کې 13850 واړه او غټ شرکتونه موجود دي، چې 2,3 میلیونه هگۍ په ورځني ډول تولیدوي، د افغانستان 50 سلنه ستونزې حل شوي، د دې ترڅنګ ۱۲۰۰۰۰ خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعاء پای ته ورسېده.