د چارو ادارې لوی رئیس؛ ښاروالي ملت ته د خدمت یوه ستره مرجع ګڼل کېږي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ ښاروالي ملت ته د خدمت یوه ستره مرجع ګڼل کېږي
د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته د جوړ شوي شپږ ورځني ښوونیز سیمینار په درېیمه ورځ کې هم ګډون او وینا وکړه.
یاد پروګرام نن دوشنبه، ذو القعده ۱۴مه/غوایي ۲۲مه، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو تالار کې جریان لري، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاووس طارق، رئیسانو، معاونینو او د ولایاتو او ولسوالیو ښاروالانو ګډون درلود.
شیخالحدیث مولوي نورالحق انور وویل: څومره چې د خدمت لمن پراخه شي، د اجر او ثواب کچه هم ورسره لوړېږي، هر هغه عمل چې د خلکو د هوساینې او ستونزو حل په موخه وشي، حقیقت کې د اخلاص، صداقت او انسانیت ښکارندوی دی، اوس مهال چې موږ ته د ټولنې د خدمت زمینه برابره شوې، په کار ده له دې موقع ښه ګټه واخیستل شي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: ښاروالي ملت ته د خدمت یوه ستره مرجع ده، د مسلمانانو اړتیاوې پوره کول او هغوی ته اسانتیاوې برابرول یوازې دنده نه، بلکې یو ستر عبادت دی، کله چې یو ښاروال په اخلاص او صداقت سره د خلکو اړتیاوې پوره کوي، نو نه یوازې دا چې خپل مسؤولیت یې اداء کړ، بلکې دې سره د ټولنې بنسټونه هم پیاوړي کېږي.
یاد سیمینار د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.