د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کجکي له فابريکې څخه د هلمند تر موسی کلا ولسوالۍ پورې د ۲۰ کليو ولټ ډبل سرکټ د تجهيزاتو نصب، منتاژ، ټسټ او د ۳۴ برېښنايي وسايلو او ودانيزو توکو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-910/NCB
د افرپرانيستې ناسته:۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۲۰مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښناليک: npd.bidding3@gmail.com
پته:د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ-کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.