د امارت چارو انسجام مرستیال د خپلو اړوندو ریاستونو له کارکوونکو سره ناسته وکړه

د امارت چارو انسجام مرستیال د خپلو اړوندو ریاستونو له کارکوونکو سره ناسته وکړه


دوشنبه، ربیع الاول ۲۹مه/ وږي ۳۱مه.

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب د خپل معاونیت اړوندو ریاستونو له کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.

په دې غونډه کې د یادو ریاستونو کارکوونکو له ښاغلي تائب څخه د دې ناستې له امله مننه وکړه او دا یې د کارکوونکو د ستونزو د حل لپاره یو اغېزناک ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې دغه ډول ناستې په دوامداره توګه ترسره شي.

کارکوونکو په خپلو څرګندونو کې په نورو ادارو کې د اسنادو د پروسې په طی کولو، ادارې ته د راتلونکو مېلمنو په سکېجول او د اړتیا وړ اجناسو د تدارک په بهیر کې ځنډ، انټرنېټ ته د کارکوونکو اسانه لاسرسي نشتوالی او د حاضري په برخه کې ستونزې له ښاغلي تائب سره شریکې کړې.

مولوي سیف‌الدین تائب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې په اسلامي امارت کې د ژبې او سمت توپیر نشته، ټولو وګړو ته په یو نظر کتل کېږي او هېڅوک پر بل باندې برتري نه لري، مګر په تقوا سره او په وينا یې چې باید له ټولو مراجعینو سره عادلانه او یو ډول چلند وشي.

نوموړي له کارکوونکو وغوښتل چې د وخت د ضایع کولو څخه ډډه وکړي، خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي او د خپلو اړوندو برخو د ظرفیت لوړولو لپاره هڅې وکړي، څو وکولای شي ملت ته په ښه توګه خدمت ترسره کړي.

ياده غونډه چې د قران‌کریم په تلاوت پیل شوه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.