هیواد کې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي اصلاحاتو په اړه ناسته وشوه

 

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د هېواد یو شمېر خصوصي پوهنتونو استازو ترمنځ په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي اصلاحاتو په موخه ترتیب شوې طرحې په اړه د پوهاوي غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دغه غونډه د شنبې ورځ (د ذي القعدې پنځمه/غوايي ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ، د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني، د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد او د هېواد یو شمېر خصوصي پوهنتونونو استازو په ګډون ترسره شوه.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: غوره انسان هغه دی، چې خلکو ته ګټه ورسوي. دا د الله تعالی له نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره داسې زمینه برابره شوې چې هر مسلمان کولای شي، د خپل دین، خاورې او ولس لپاره د اخلاص او وفا په نیت په رښتیني ډول خدمت وکړي.

د جلال اباد ولایت د تابش پوهنتون رئیس په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي اصلاحاتو په موخه ترتیب شوې طرحې د پوهاوي په اړه د پرېزنټېشن له لارې په یادو برخو کې هر اړخیز معلومات شریک کړل، په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعاء پای ته ورسېده.