د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال نیمروز ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال نیمروز ولایت ته سفر وکړ

نېټه: 18/ صفرالمظفر/1447هـ ق.
د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال د نیمروز ولایت مرستیال مولوي تورجان احمدي د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو له رئیسانو سره وکتل.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال مفتي فریداحمد غزنوي د تخنیکي ټیم په مشرۍ د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

د نیمروز ولایت مرستیال د تخنیکي ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یادې برنامې د ښې حکومتولۍ او مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینې وبللې او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او همداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شویو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح کولو زده کړيیزه برنامې پیل کړې.