د چارو ادارې لوی رياست د هدايتونو او حکمونو د تعقيب رياست له لوري په کابل ښار کې د معياري قصابۍ په اړه د رئيس الوزراء د حکم د تطبيق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

د معياري قصابۍ په اړه د رئيس الوزراء د حکم د تطبيق په موخه غونډه وشوه


د چارو ادارې لوی رياست د هدايتونو او حکمونو د تعقيب رياست له لوري په کابل ښار کې د معياري قصابۍ په اړه د رئيس الوزراء د حکم د تطبيق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن دوشنبه (ربيع الاخر ۲۰ مه/ تلې ۲۱ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کابل ښاروالۍ، کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتيا وزارتونو، د مسلخ امارتي شرکت، ملي اقتصاد او زېربناوو رياست استازو ګډون کړی و.

د‌غونډې په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د هدايتونو او حکمونو د تعقيب رئيس مولوي فضل احمد حقاني د يادې موضوع اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې موږ ټول د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو په تعقيب مکلف يو او په وينا يې چې په دې اړه بايد ټولې امارتي ادارې خپلمنځي همکاري او همغږي پياوړې کړي.

ښاغلي حقاني وويل؛ چې اسلامي امارت هڅه کوي چې ټول بنسټونه معياري کړي او د وخت اړتيا ته په کتو په ټولو برخو کې اړين ګامونه واخلي، ترڅو د هيوادوالو روغتيا او چاپيريال ساتنې په اړه ډاډ ترلاسه شي.

په غونډه کې ګډونوالو په کابل ښار کې د معياري قصابۍ او په مسلخونو کې د حيواناتو د حلالې په اړه هر اړخيز نظريات، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او ټينګار يې وکړ چې د چاپيريال ساتنې او د عامو هيوادوالو روغتياته د پاملرنې په موخه بايد قصابان حيوانات په امارتي مسلخونو کې چې په معياري توګه جوړ شوي دي؛ ذبحه کړي.

د غونډې په پای کې د هدايتونو او حکمونو د تعقيب رئيس له ګډونوالو وغوښتل چې اړونده امارتي ادارې د معياري قصابۍ په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه د چارو ادارې لوی رياست سره د وروستي تصميم لپاره شريک کړي؛ ترڅو عالي مقام يې په اړه وروستۍ پريکړه وکړي.

ياده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.