د چارو ادارې لوی رئیس؛ تر راتلونکو څو کلونو پورې به هېواد د سمنټو برخه کې پر ځان بسیا شي
د چارو ادارې لوی رئیس؛ تر راتلونکو څو کلونو پورې به هېواد د سمنټو برخه کې پر ځان بسیا شي
د جوزجان یتیم تاق سمنټو فابریکې عملي چارو پرانېستغونډه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري او د شمال زون والیانو په ګډون ترسره شوه.
دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې لسمه/۱۴۰۵هـ.ش غوايي اوومه.
یادې غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره هغه فابریکې چې د کورنیو جنګونو او ځینو حکومتونو د بې اعتنايۍ له امله له کاره لوېدلې وې، بیرته ورغول شوې، کیفیت ته یې پاملرنه وشوه او اوس مهال د هېواد په زېربنایي، ودانیزو او پرمختیایي چارو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور ورته پرمختګونه او لاسته راوړنې د اسلامي امارت د مسؤولینو ترمنځ د سالمې همغږۍ، واحد قیادت او هېواد د ابادۍ برخه کې د با احساسه او متعهدو پانګوالو شتون یاد کړ چې یاد بهیر به اقتصادي پرمختګ لا پیاوړی کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس سر بېره پر دې د کندهار او جبل السراج سمنټو فابریکو یادونه هم وکړه چې چارې یې عملاً تر کار لاندې دي؛ ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او دې سره به تر راتلونکو څو کلونو پورې هیواد دې برخه کې پر ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده چې د یتیم تاق سمنټو فابریکې جوړولو عملي چارې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پیلېږي چې په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.