اوومه ناحیه کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک او ویالو جوړولو د کانکریټ چارې جریان لري

د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ (UNOPS) موسسې په تخنیکي همکارۍ د اوومې ناحیې په ۱۶ ګذر کې د ۸۸۰ مترو په اوږدوالي، د ۴ مترو په لنډوالي د سړک او ویالو جوړولو د کانکریټ چارې جریان لري.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجینر وحیدالله مخلص او ورسره مل پلاوي د پروژې له کارونو له نږدې لېدنه وکړه او د شرکت مسولینو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په دغه پروژه کې د سیمې ۱۲۰ تنه اوسېدونکي کار کوي. کارونه یې ۹۰ سلنه بشپړ شوي. په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمې اوسېدونکو د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د یادې پروژې په ترسره کولو خوښي وښوده او په راتلونکې کې یې د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو او بېړنیو لومړني خدمتونو وړاندې کول دي.
د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې په تدرېجي ډول د داخلي عوایدو او همکارو موسسو په مرسته د ښار ټول عمومي او فرعي سړکونه په اساسي ډول ورغوي.