د سیاحتي سیمو د مستند کولو او مطبوعاتي پوښښ په موخه ناسته ترسره شوه

د سیاحتي سیمو د مستند کولو او مطبوعاتي پوښښ په موخه ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د مطبوعاتو رئیس مفتي احسان الله بدر په مشرۍ او کورنیو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اوبو او انرژۍ، اطلاعاتو او کلتور، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او ملي دفاع وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالیو چارو سمون، کابل ښاروالۍ او افغان تور امارتي شرکت استازو په ګډون د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه د سیاحتي سیمو مستند کولو او مطبوعاتي پوښښ اړوند ناسته ترسره شوه.

پنجشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق شوال المکرم ۲۹مه/۱۴۰۵هـ.ش وري ۲۷مه.
د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو رئیس مفتي احسان الله بدر ګډونوالو ته د موضوع اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې اړوندې ادارې دې د پرېکړو د تطبیق او همغږۍ په موخه خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی چې څېړنه، تثبیت، پېژندنه، د معلوماتو را ټولول او د سیاحتي سیمو اړوند مستند فلمونو جوړولو په موخه له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ خپله دنده پر مخ یوسي او اړوندې ادارې مکلفې دي چې د ګرځندوی صنعت د پراختیا، ودې او عایداتي سرچینو د زیاتوالي په موخه اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري او همغږي وکړي.

باید وویل شي چې د دې صنعت وده کولای شي دایمي عایداتي سرچینې رامنځته، د بهرنیو سیلانیانو د جذب زمینه برابره او د ملي حاکمیت او اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

یاده غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.