د چارو ادارې عمومي رئیس: افغانستان باید د اوسپنې پټلۍ له لارې نړۍ سره وصل شي
د چارو ادارې عمومي رئیس: افغانستان باید د اوسپنې پټلۍ له لارې نړۍ سره وصل شي
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د اوسپنې پټلۍ اداره د نظام په جوړښت کې مهمه اداره ده، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ ته ۷۰ کاله مخکې اړتیا وه، خو متاسفانه چې دا اړتیا نه ده پوره شوې.
د ۱۴۴۸ هـ.ق، د ربیع الاول ۸مه/۱۴۰۵ هـ.ش، زمري ۳۱مه
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د ټولګټو وزارت مخکنی تخنيكي مرستیال مولوي عبدالكريم فاتح؛ د افغانستان اوسپنيزې لارې ادارې د عمومي رئیس په توگه رسماً د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د ا.ا بیا واکمنېدو سره سم د وزیرانو شورا کې پر دې بحث کېده چې څنګه د هېواد لپاره د اوسپنې پټلۍ مسیر رامنځته او افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له نړۍ سره وصل شي. هغه زیاته کړه: چې اوس د دې موخې د عملي کېدو فرصت برابر شوی او پرېکړه شوې چې باید د نورو له مرستې او تمې پرته، د خپل هېواد پر ظرفیتونو او امکاناتو تکیه وشي.
نوموړي وویل: الحمدلله هېواد نن دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنو شاهد دی او مشرتابه هم د دې ادارې د لا اغېزناک فعالیت لپاره مستقله کړه؛ ترڅو یې چارې لا چټکې او اغېزناکي پر مخ ولاړې شي.
د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د ا.ا. مسؤولین مسؤولیتونه د عبادت او خدمت په نیت ترسره کوي، شپه او ورځ خدمت کې بوخت دي، رسمي اوقاتو ته نه ګوري؛ ځکه خو یې الله تعالی کارونو کې برکت اچولی.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.