د پوهنې وزارت د ساده شویو پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح په موخه د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ساده شویو پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح په موخه د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د دایکندي ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو او همدا ډول د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

‏د سفر په ترڅ کې یې د دایکندي ولایت مرستیال والي مولوي احسان الله رحمتیار د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو له رئیسانو سره وکتل.

د یاد تخنیکي ټیم په مشرۍ د پروسو د پېژندنې امر د لیدنو په ترڅ کې د ساده شویو پروسو په هکله مسؤولینو او کارکوونکو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

‏د دایکندي ولایت مرستیال والي د تخنیکي ټيم په سفر د خوښي څرګندولو تر څنګ یاد پروګرامونه د دې ولایت کارکوونکو او ادارو ته اړین و بلل او له یادو شویو پروګرامونو یې پوره ملاتړ وکړ.