د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت پراختیایي پلان اړوند غونډه ترسره کړه

د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت پراختیایي پلان اړوند غونډه ترسره کړه
د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت پراختیایي پلان په اړه غونډه د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه.
دوشنبه، ربیعالاخر ۲۷مه/ تلې ۲۸مه.
د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت عمومي رئیس، د یاد شرکت مالي او اداري رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست مرستیال له مل پلاوي سره د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت ټول اړخونه او شته ستونزې وڅیړلې او د حل په موخه یې ورسره لارې چارې شریکې کړې.
دغه راز د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د لا زیاتو تولیداتو او پراختیایي پلان په اړه اړین نظریات شریک کړل.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.