د کابینې یوولسمه غونډه؛ د هېواد بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث وشو

د کابینې یوولسمه غونډه؛ د هېواد بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوولسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق جمادي‌الاخر په ۲۴مه/ ۱۴۰۴ هـ.ش کال د لیندۍ په ۲۴مه نېټه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې ترسره شوې.

غونډه کې پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هرات ولایت اسلام قلعه او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو، د ادویو د لابراتوارونو او نورو وسائلو اړوند بررسي وکړي او پایله یې د ریاست الوزراء عالي مقام سره شریکه کړي؛ ترڅو یې په اړه اقدامات ترسره شي.

همداراز د نوي کابل په اړه بحث وشو چې له پلان سره سم دې د ابادۍ چارې پرمخ یوړل شي او نورې ادارې دې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.