د پانګونې اسانتیا رئیس په مشرۍ هېواد کې د مهمو اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د پانګونې اسانتیا رئیس په مشرۍ هېواد کې د مهمو اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد په مشرۍ هیواد کې د مهمو اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه غونډه ترسره شوه چې په کې د هیواد سوداګرۍ او پانګونې خونې، صنایعو او معدنونو خونې، کرنې او مالدارۍ او کسبهکارانو او دوکاندارانو خونې استازو ګډون کړی وو.
دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق شوالالمکرم ۱۹مه/۱۴۰۵هـ.ش وري ۱۷مه.
د غونډې په پیل کې د یادو خونو استازو د اسلامي امارت له رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه د همکاریو او اسانتیاوو برابرولو له امله مننه وکړه او
خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې له ګډونوالو سره شریک او د حل لپاره یې د ګډ کار او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. همداراز یې زیاته کړه که د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا زیاته شي؛ نو د پانګونې چاپېریال به لا ښه او د خصوصي سکټور ستونزې به په ښه توګه حل شي.
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د ګډونوالو ټولې مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه به د اسلامي امارت تر مسؤولینو ورسوي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کړي. هغه زیاته کړه چې یاد ریاست هڅه کوي؛ ترڅو د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.