د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب د پلخمري، نایب اباد او مزار شریف سب سټېشنونو لپاره د ۲۲۰ کیلو ولټ سرکټ، برېکر او ټرانسفارمر رسولو د تدارکاتو پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-898/NCB ده، د پاور پينل توليدي شرکت ته چې د جواز نمبريې 47893 دی، او د افغانستان کابل، د پلچرخي د صعنتي پارکونو د نوي سرک په 7 مه کوڅه A بلاک کې موقعيت لري په مجموعي قيمت 36،600،000 ( شپږ ديرش ميليونه، شپږ سوه زره افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼې سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.