د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب له کجکي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ مزي د دویم سرکټ د فعالولو په موخه د شپږ قلمه برېښنايي توکو د تدارک پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-926/NCB ده، د همکار د کېبل او سيم توليدي شرکت چې د جواز نمبر يې D-03-1479 دی او د افغانستان هرات د جاده بانک خون فلکه ۲۹ حمل کې موقعيت لري په مجوعي قيمت په 81،793،170 (يو اتيا ميليونه، اووه سوه درې نوي زره، يو سلو اويا افغانۍ) قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.