د کابينې نهمه غونډه: د ماليې وزارت د دوهمې ربعې د غير مالياتي عوايدو راپور تائيد شو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الثاني ۱۸مه/تلې۳۰مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د مالیې وزارت د دوهمې ربعې د غير مالياتي عوایدو راپور تائید شو او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د پراختيايي بودجې د لګښت په اړه په دغه راپور کې یاد شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د يو شمېر نورو موضوعاتو او مسايلو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.