د چارو ادارې لوی رئیس: رښتینی ژورنالېزم د ټولنې افکار سموي

د چارو ادارې لوی رئیس: رښتینی ژورنالېزم د ټولنې افکار سموي
د چارو ادارې لوی رئیس مولوي نورالحق انور د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د «رښتیني ژورنالېزم، باخبره ولس او سالمې ټولنې» تر سرلیک لاندې غونډه کې ګډون وکړ.
۱۴۴۷ هـ ق، ربیع الأول، ۳۰ مه/ د ۱۴۰۴ میزان (تلې) لومړۍ.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: سالم ژورنالېزم د ظلم مخه نیسي، د خلکو تر منځ مینه او وحدت خپروي. د دې لپاره اړینه ده چې د ژورنالېزم اصول په دقت سره مراعت شي؛ ترڅو ټولنه مثبت لوري ته ولاړه شي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: که چېرې د ژورنالېزم اصول له پامه وغورځول شي، منفي پایلې به رامنځته کړي؛ ځکه هر مسلک که هغه طب، انجنیري او یا کومه بله برخه وي، د اصولو په رڼا کې، مسؤولیت اداء کولو سره ټولنې ته ګټه رسوي.
یاده غونډه د قران کریم په تلاوت پیل د خیر په دعاء پای ته ورسېده.