د پانګونې اسانتيا رياست د صادراتي خدماتو په اړه مشورتي غونډه وکړه
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد په رهبرۍ د صادراتي خدماتو په اړه د افغانستان بانک، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کار او ټولنیزو چارو، اقتصاد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو د استازو ترمنځ د پانګونې اسانتیا برابرولو په برخه کې غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن چهارشنبه (د جمادي الثاني ۸مه/ليندۍ ۲۱مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې پیل شوه. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت استازي محمد هارون حافظ د صادراتي خدمتونو د مفهوم په اړه معلومات وړاندې کړل.
د صادراتي خدماتو په اړه د پورته ذکر شویو ادارو استازو، چې د ټرانسپورټ او لوژستیک خدمتونه، د سیاحت او هوټل داري، ټیکنالوژۍ او معلومات، تعلیم، بیمه، مشورې ورکونې، کلتوري او هنري، علمي او تحقيقاتي، سپورټي او تفریحي، بازار موندنې، معنوي ملکیت، بشري منابع، چاپیریال ساتنې، حقوقي او عدلي او انرژي په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د موضوع په اړه دې امارتي ادارې او خصوصي سکټور ته معلومات ورکړل شي، وروسته د پلان بشپړولو په اړه، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
دغه غونډه چې قرانکريم په تلاوت سره پیل شوي وه د خير په دوعا سره پای ته ورسېده.