د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام د افغانانو له سلو کلونو راپدېخوا ارمان او هیله وه
د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام د افغانانو له سلو کلونو راپدېخوا ارمان او هیله وه
د چارو ادارې لوی ریاست د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو لپاره د پروژې مدیریت، پلان جوړونې، د رهبرۍ اساسات، د وینا فن او لیکدود، د پښتو او دري ژبو د ژباړې اصول، د مرکې اساسات او مهارتونه، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې برنامې او سیمینارونه دایر کړي ول چې نن پای ته ورسېدل.
د جمادي الاخر ۲۳مه/لیندۍ ۲۳مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کارکوونکو چارو ریاست د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: شریعت کې لکه څنګه چې په کارکوونکي او مؤظف محوله امور سرته رسول واجب دي، دغه راز ورباندې اړونده احکام او معلومات خپلول هم واجب دي، کله چې په یو تن روژه، زکات یا حج فرض شي، نو اړونده احکام هم پرې فرض او واجب ګرځي، همدا راز چې چاته مسؤولیت سپارل کېږي، نو د هغو معلوماتو خپلول هم پرې واجب ګرځي چې د هغه مسؤوليت ادا کولو لپاره لازم او ضروري دي.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: اسلامي نظام د افغانانو د سلو کلونو هیله وه چې اوس الحمدلله رامنځته شوی او ورځ تر بلې د افغانستان زیاتره مخالفین هم دا درک کوي، چې د ا.ا.ا. د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې ښه وړتیا او ژمنتیا لري، نو تاسو د یو معمولي نظام نه، بلکې د داسې یو نظام برخه یاست چې د افغانانو د لسیزو دردونه درمانولی شي، تل باید د وړتیا زیاتونې په حساب بیدار واوسئ او هېڅ ممکنه فرصت مه ضائع کوئ.
نوموړي وویل: چې د مشرتابه له لوري هم همېش دا توصیه کېږي، چې ملګرو ته متوجې اوسئ؛ ترڅو د عقائدو، اعمالو، دفتري چارو او خدمتونو په هکله غفلت کې ونه اوسي، بلکې کوښښ وکړئ چې د ظرفیت لوړونې او کفایت په پار مناسبه زمینه ورته برابره کړئ.
دغه غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د تصدیق پاڼو په ورکړه او د خیر دعا سره پای ته ورسېده.