د داوطلبي اعلان

مسافرو ته د ورځنیو اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې مجتمع (کمپلکس) جوړولو خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې مسافرو ته د ورځنیو اسانتیاوو را منځ ته کولو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې داسې مجتمع (کمپلکس ) جوړ کړي چې د مسافرو د ورځنیو ضرورتونو او امکاناتو لرونکي وي لکه جوماتونه، د ښځینه او نارینه تشنابونه، پطرول پمپ، درملتون، امبولانس، ورکشاپ او نور اړین ملحقات پکې شامل وي.
پر همدې بنسټ ټولو قدرمنو پانګوالو ته خبر ورکول کېږي، چې هر پانګوال کولای شي د شرعي طریقې سره سم خپلې ګټې او د مسافرو ضرورتونو ته په کتو لویو لارو په اوږدو کې امارتي ځمکې انتخاب او یادې مجتمع وي (کمپلکس ) ورباندې جوړ کړي.
لېواله پانګوال کولای شي خپلې طرحې، ابتدایي نقشې او مالي ماډل د شرعي طریقې سره سم ترتیب او د خبرتیا نېټې څخه تر (۶۰) ورځو په موده کې د د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست ته وسپاری.
لېواله پانګوال کولای شي د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د (۰۲۰۲۱۰۳۷۶۱) شمېرې سره اړیکه ونيسي.