شاه‌جوی ولسوالۍ کې د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د عملي پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره شوه

شاه‌جوی ولسوالۍ کې د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د عملي پلي کېدو او عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست مطبوعاتي پلاوي د زابل ولايت شاه‌جوی ولسوالۍ ته سفر وکړ او مسؤولينو سره یې د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د روښانه کولو او عامه پوهاوي په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په غونډه کې د ولسوالۍ ولسوال، مرستیال، د استخباراتو، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، د پوهنې، حقوقي چارو، د حج او اوقافو او ګڼ شمېر نورو ادارو مسؤولينو ګډون وکړ.

غونډه د مطبوعاتي پلاوي له لوري د دواړو فرمانونو د منځپانګې، موخو او ټولنيز اهمیت په هر اړخیزو معلوماتو پيل شوه. پلاوي ګډونوالو ته څرګنده کړه چې د ۱۷مې ګڼې فرمان د خېښيو، ودونو، مصيبتونو، حج او عمرې څخه د بېرته راستنېدو او د بدو دودونو د مخنيوي لپاره يو بنسټيز اقدام دی او همداراز ۲۰مې ګڼې فرمان د ښاري طرحو، نقشو، پلانونو او صنعتي پارکونو جوړولو په برخه کې ولس سره د معلوماتو شریکولو په تړاو د اسلامي امارت مهم توشېح شوی سند دی.

وروسته د شاه‌جوی ولسوال خبرې وکړې او د پلاوي د راتګ هرکلی یې وکړ. نوموړي وويل چې د يادو فرمانونو عملي پلي کول به د خلکو په ټولنيز، اخلاقي او اداري ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي او د سيمې له مشرانو او خلکو سره به منظمې ناستې او د عامه پوهاوي بهیر لا پياوړی کړي.
ولسوال زياته کړه چې د فرمانونو چاپ شوې نسخې به د کليو له مخورو سره هم شريکې شي؛ ترڅو پوهاوی له مرکز څخه تر لرې پرتو سیمو پورې ورسېږي.

په پای کې د فرمانونو چاپ شوې نسخې ګډونوالو ته وسپارل شوې او ټولو ادارو د دوامداره پوهاوي، همغږۍ او فعالو ولسي ناستو لپاره ګډه ژمنه وکړه.