د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستیال د بهسود ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو، قومي مخورو او ځوانانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چاور مرستیال نور محمد حیدري د میدان وردگ ولايت د بهسودو ولسوالۍ له مشرانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (شعبان المعظم ۲۱مه/کب دویمه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل تر اوسه مو د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه لسګونه غونډې کړي دي.
نومړي وویل چې د چارو اداره خلکو ته د اسانتیا برابرولو او د ولس او اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د همغږۍ په موخه د پل حیثیت لري او تل یې په خپلو هڅو د ټولو قشرونو ستونزې حل کړي دي.
ورپسې د میدان وردگ د بهسود ولسوالۍ مشرانو، قومي مخورو او ځوانانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ او حاکميت خوښي وښوده او د خپلو ستونزو په اړه يې وويل چې د میدان وردگ ولايت د بهسود ولسوالۍ سيمو ته تر دې وړاندې هېڅ خدمت نه دی شوی او له مسؤولينو يې وغوښتل چې د بهسود ولسوالۍ ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دوی وویل چې د اسلامي امارت څخه وړاندې حکومت په فساد کې ښکېل و، نو له همدې امله د يادې ولسوالۍ ډېرې پروژې نيمه کاره پاتې دي، چې په دې کې د ګردن دېوال سرک پروژه هم شامله ده چې خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.
همدا راز يې په لرې پرتو سيمو کې د کلينکونو، ښوونځيو، سرکونو، جوماتونو، استنادي دېوالونو جوړولو او کروندګرو ته د کرنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستیال وويل اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې بنسټيزې پروژې پلې کړي او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزې به يې د اسلامي امارت له مسؤولو چارواکو سره د حل په موخه شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.