د شرطپاڼې د لومړۍ شمېرې د تعدیل خبرتیا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازیتوب، تر دې وړاندې د ۱۸ کانونو لپاره د ماشینونو او تجهیزاتو او د ۱۳۴ قلمه د اړتيا وړ توکو او پرزو د تدارک په پروژه کې چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د کانونو لپاره اړین دي (دوه لاټه) چې د داوطلبۍ شمېره: NPD/NCE/1403/G-933/NCB/RE-BID یې سره يې اعلان ته سپارلې وه، د داوطلبۍ د غوښتنې او د ادارې د هوکړې له مخې د (۹۹) مادې مشخصاتو او د دویم لاټ د توکو تحويل شرایط (د شمال ډبرو سکرو د کانونو لپاره د اړتیا وړ ۱۳۴ توکو او پرزو د تدارک پروژه) تعديل شوې ده، د یادې پروژې د شرایطو د تعدیل لومړۍ شمېره د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ.

داوطلبان کولای شي چې ذکر شوي تعدیل ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه د قرارداد د شرایطو، قانون او طرزالعمل سره سم د تدارکاتو د لومړۍ شمېرې تعدیل ترتیب او د ۱۴۰۳ کال د ليندۍ میاشتې په ۲۴مه سهار تر لسو بجو پورې په سر تړلي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د ليندۍ ۲۴مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې د شرطنامې د درج په ځای کې ترسره کېږي.