د چارو ادارې لوی رئیس: د شفافو خدمتونو د عرضه کولو په اړه د سالم رقابت روحيه ورځ تر بلې قوي کېږي
د چارو ادارې لوی رئیس: د شفافو خدمتونو د عرضه کولو په اړه د سالم رقابت روحيه ورځ تر بلې قوي کېږي
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق د دې ادارې اړوند د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د ۱۲۰ تنه کارکوونکو لپاره د مالي مدیریت، پروژو مدیریت، تصمیم نېونې، پلان جوړونې، ادارې او مدیریت اړوندو برنامو فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د شعبان المعظم ۱۳مه/سلواغې ۱۲مه
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: رسول الله ﷺ ته الله تعالی امر کړی، چې د علم د زیاتوالي دعاء او غوښتنه وکړه، دې کې دېته اشاره ده، چې د الله تعالی په نعمتونو کې علم یو ستر نعمت دی.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: علم د انسان امتيازي صفت ده، د علم په برکت انسان ځان، خپل خالق، خپل حقوق او د نورو حقوق پېژني، د علم په مټ انسان کمال ته رسېږي او د سترو خدمتونو عرضه کولو وړ ګرځي.
دغه راز یې زیاته کړه: الحمدالله! اوس د کارکوونکو لپاره یو ښه ماحول برابر دی، دوی ته د ظرفيت لوړونې ښه فرصتونه او ظروف برابر دي او د شفافو خدمتونو د عرضه کولو په اړه هم د سالم رقابت روحيه ورځ تر بلې قوي کېږي، هغه کارکوونکي ښه او کامياب ګڼل کېږي چې ژمنتيا او اخلاص ولري او په خپلو چارو کې محنت کوي.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست د کارکوونکو چارو ریاست لهخوا د دې ادارې ۱۲۰ تنه کارکوونکو له ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې په تعلیمي دورو کې ګډون کړی وو، چې په کې د مالي مدیریت، پروژو مدیریت، تصمیم نیونې، پلان جوړونې او د ادارې اصول تدریسېدل.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.