د شاه‌توت ذخیره‌وي بند جوړولو پروژې افر پرانیسته ترسره شوه

د شاه‌توت ذخیره‌وي بند جوړولو پروژې افر پرانیسته ترسره شوه


پنجشنبه، جمادالأولی اتمه/ لړم اتمه.
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست له لوري، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند شاه‌توت ذخیره‌وي بند د جوړولو پروژې افر پرانیسته د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې د افر پرانیستنې پلاوي او ۱۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو په حضور کې ترسره شوه.

مولوي محمدالله محمدي د ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي مرستیال، په یاده غونډه کې د داوطلبو شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او د کابل ښار د اوبو ستونزې ته په اشاره یې وویل چې د شاه‌توت بند پروژه د هېواد له حیاتي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل ښاریانو د اوبو ستونزې حل شي.

نوموړي د یادو شرکتونو له استازو وغوښتل چې یاده پروژه په ښه ډول او قرارداد کې د ذکر شوو شرایطو سره سم ترسره کړي.

دغه راز د یادو شرکتونو استازو په خپلو خبرو کې وویل: چې پخوا به پروژې د زور او اړیکو له لارې ورکول کېدې، خو اوس د ازادې داوطلبۍ له لارې د پروژې ګټونکی شرکت ټاکل کېږي.

د یادونې وړ ده چې ياده پروژه پخوا د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست له لوري داوطلبۍ ته سپارل شوې وه؛ چې نن يې افر پرانیسته تر سره شوه.