د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې يو باب پخلنځي، نانوايي او خشکه شويي د جوړولو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې AOP/W-D/003/1403/NCBده، د کمال نیاز شریفي ودانيز شرکت ته چې د کابل مرکز د لومړۍ ناحیې په میوند سرک کې موقعیت لري او جواز يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۶۴۷۱۴ شمېره ثبت دی په (۳،۴۷۰،۲۵۰) «درې ميليونه، څلور سوه اويا زره، دوه سوه پنځوس افغانۍ» په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.