د چارو ادارې لوی ریاست مطبوعاتي پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست مطبوعاتي پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست مرستیال مولوي امینالله جیلاني په مشرۍ مطبوعاتي پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې (سهشنبه، د حمل ۲۶مه) د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷ او ۲۰ مې ګڼې فرمانونو د عامه پوهاوي په موخه د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي امینالله جیلاني د یادو فرمانونو پر هر اړخیز تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې ناسمو دودونو او رواجونو خلکو ته ګڼ زیانونه او ستونزې رامنځته کړې دي. نوموړي د دې سفر موخه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پيل او د بلخ ولایت په کچه، په ځانګړي ډول مزارشریف ښار کې، د تبلیغاتي بلبورډونو نصب یاد کړ؛ ترڅو خلک د دغو فرمانونو له موادو خبر شي او له ناسمو دودونو څخه ځانونه لرې وساتي.
په دوام کې د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د دغو فرمانونو تطبیق یوه جدي اړتیا وبلله او د چارو ادارې لوی ریاست له هڅو یې مننه وکړه. نوموړي همداراز د یادو پروګرامونو په پلي کولو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.