د چارو ادارې لوی ریاست اړوند املاکو افر پرانیسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست اړوند املاکو افر پرانیسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس او خصوصي سکټور ته د چارو ادارې لوی ریاست د املاکو په قرارداد ورکولو کمیټې مشر مولوي محمدصادق عاکف په مشرۍ، د یادې کمیټې د اعضاوو او داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون د مشتري ځمکې د افر پرانیستې ناسته ترسره شوه.
سهشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، شوالالمکرم ۲۰مه/۱۴۰۵هـ.ش، وري ۱۸مه.
د غونډې پیل کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس او د یادې کمیټې مشر وویل چې یاده پروسه په پوره شفافیت ترسره کیږي او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په اخلاص او پاک نیت د نظام، کړېدلي ولس او هېواد د ابادۍ برخه کې ګامونه واخلي.
د داوطلبو شرکتونو استازو له یادې پروسې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د بریا په صورت کې به د شرطپاڼې مطابق ټولې چارې په ښه توګه ترسره کوي او تر پایه به ټولو اصولو ته ژمن پاتې کېږي.
ورپسې د یادې ځمکې داوطلبي د کمیټې او دواطلبو شرکتونو د استازو په شتون کې په سرتړلي شکل ترسره شوه چې د اعظم عرفان ساختماني او تجارتي شرکت پکې د ۳.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره ګټونګی اعلان شو او یاده ځمکه له ۱۰ تر ۱۵ کلونو په قرارداد ورکړل شوه چې اسلامي امارت ته به کال کې ۸،۵۲۰۰۰۰ اته میلیونه، پنځه سوه لکه او شل زره افغانۍ ګټه ورکول کېږي.
باید وویل شي چې یاده ځمکه د کابل ښار پغمان ولسوالۍ (څوارلسمه ناحیه) کې موقعیت لري چې ټولییز مساحت یې کابو ۱۶ شپاړس جریبه کېږي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.