د چارو ادارې عمومي رئیس: مطالعه د علم، فکر او ټولنې د پرمختګ بنسټ بلل کېږي

د چارو ادارې عمومي رئیس: مطالعه د علم، فکر او ټولنې د پرمختګ بنسټ بلل کېږي

۱۴۴۸هـ. ق محرم‌الحرام ۱۱مه/۱۴۰۵هـ. ش چنګاښ ۶مه.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کتابتونونو او مطبعو د مسؤولینو او استازو لپاره جوړه شوې غونډه کې، ګډون او وینا وکړه.

یاده غونډه کې د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: الله تعالی د انسانانو د هدایت لپاره اسماني کتابونه نازل کړي چې د پیغمبرانو له لارې خلکو ته رسول شوي دي. هغه زیاته کړه؛ هر څوک چې د الله تعالی کتاب او د رسول الله ﷺ سنتو ته مراجعه وکړي، د ګمراهۍ او بېلارۍ څخه خوندي پاتې کېږي او د حق پر لاره د ټینګښت لپاره باید له دغو سرچینو زده کړه او ګټه واخلي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه: الله تعالی انسان ته عقل ورکړی او د عقل غوښتنه دا ده چې انسان تل د علم او پوهې د زیاتولو هڅه وکړي. د هغه په وینا، د دې موخې د ترلاسه کولو تر ټولو غوره لار د کتاب لوستل او دوامداره مطالعه ده.

نوموړي د مطالعې پر دیني، علمي، فکري او اخلاقي ارزښتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې مطالعه د علم د ترلاسه کولو او د ټولنې د پرمختګ مهم بنسټ دی. همدارنګه یې د مناسب کتاب د ټاکلو، د مطالعې د دوام، یادښت اخیستلو او په عمل کې د زده کړو د پلي کولو په اړه سپارښتنې وکړې او ګډونوال یې وهڅول چې مطالعه د خپل ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه وګرځوي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.