د چارو ادارې لوی رئیس د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه
د چارو ادارې لوی رئیس د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست مسؤولینو او کارکوونکو ته په چارو کې د اخلاص، همغږۍ، له غفلت څخه د ځان ساتنې او نورو موضوعاتو اړوند وینا وکړه.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د الله تعالی پیرزوینه ده چې پر موږ اعتماد شوی، د ظرفیت او صلاحیت اهل ګڼل شوي یوو، نو په چارو کې اخلاص، رښتینولي، محنت او ځیرکتیا ته اړتیا ده. مسؤولیت له دې امله چې امانت ده او د ولس اړتیاوې او حقوق ورسره تړلي دي؛ ستر مکلفیت دی، باید معمولي ونه ګڼل شي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: کامیاب کارکوونکي هغه دي چې د خپلو چارو په اړه ښه پوهاوی ولري او تل خپل ظرفیت لوړونې او اړونده معلوماتو خپلولو ته متوجې وي.
همداراز نوموړي د اطاعت اصل ته په اشارې سره وویل: الله تعالی په اطاعت کې خیر او برکت ایښی دی؛ په اداره کې د مشر په شتون او نه شتون کې باید غفلت ترسره نه شي او د کارکوونکو ترمنځ همکاري، همغږي او مرسته اړین موارد دي.
یاد مجلس د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.