د سرمايه ګذارۍ د تسهيل رئیس د افغانستان صنایعو او کانونو خونې څخه لیدنه وکړه
د سرمايه ګذارۍ د تسهيل رئیس د افغانستان صنایعو او کانونو خونې څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمايه ګذارۍ د تسهيل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د افغانستان صنایعو او کانونو خونې څخه لیدنه وکړه او د یادې خونې د مسؤولینو ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل.
چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق، صفرالمظفر ۲۸مه/ ۱۴۰۵هـ.ش، زمري ۲۱مه.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، لعل محمد رفیع عظیمي د سرمايه ګذارۍ د تسهيل رئیس په مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې خونې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه د صنعتکارانو او امارتي ادارو ترمنځ د پل حیثیت لري او د سوداګرو ستونزې له مسؤولینو سره شریکوي؛ ترڅو په ښه ډول ورته رسېدنه وشي.
همداراز یې د صنعتکارانو یو شمېر ستونزې چې د صنعتي فابریکو لپاره کافي برېښنا او مناسبو ځمکو نشتون، صنفي جوازونو، د خدمتونو واحد مرکز رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو نه ملاتړ، د صفایۍ مالیې او په ولایتونو کې د یادې خونې د فعالیتونو برخلیک معلومولو په برخه کې وې، شریکې کړې.
مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د یادې خونې د مسؤولینو ستونزې په غور سره واورېدې او د حل په موخه یې ورسره لازمې لارښوونې شریکې کړې. نوموړي همداراز وویل چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د کورنیو تولیداتو پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي چې هېواد د تولیداتو په برخه کې په ځان بسیاء کړي.
په پای کې، د سرمايه ګذارۍ د تسهيل رئیس د یادې خونې د مسؤولینو په ملتیا د دوی له کاري دفترونو څخه لیدنه ترسره کړه او د چارو د پرمختګ په اړه یې خپلې تجربې له مسؤولینو سره شریکې کړې.