د امارتي وزارتونو او ادارو د اداري پروسو ساده کولو بهير پرانيست غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د امارتي ادارو حمايوي «تدارکاتو، مالي او اداري» پروسو د ساده کولو او يو شان کولو بهير پرانيست غونډه ترسره شوه.

دا غونډه چې نن يکشنبه «شعبان المعظم۳مه/ سلواغې ۱۴مه» د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شوې وه، په کې د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د رياست الوزراء د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، د چارو ادارې لوی رياست مرستيالانو او رئيسانو او د ټولو وزارتونو او ادارو معينانو ګډون کړی و.

په غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې د اداري پروسو ساده کول يو ستر ګام دی او اسلامي امارت ژمن دی چې د نظام په بېلابېلو ادارو کې اداري پروسې ساده کړي، خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي او په ادارو کې کاغذ پراني له منځه يوسي.

د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل چې تر دې وړاندې د ملکي خدمتونو عادي اداري پروسې ډېرې پېچلې وې او مراجعين به له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وو، خو اسلامي امارت دا ټولې ستونزې درک کړي دي او خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په هڅه کې دی.

د رياست الوزراء د دفتر لوی رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم وويل په حکومتولۍ کې چې تر دې وړاندې کومې ستونزې او مشکلات پاتې دي او ولس يې له ستونزو سره مخ کړی دی؛ هغه بايد ټولې له منځه یوړل شي او خلکو ته په ټولو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.

همدا راز په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مفتي شهزاد نور راشد په خپلو خبرو کې د اداري پروسو ساده کولو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې تر اوسه په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده شوي او د نظام ۱۰۸۳۷ تنو مسؤولينو ته روزنه ورکړل شوې ده.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې معينانو او يو شمېر نورو مسؤولينو هم ويناوې وکړې، د اداري پروسو ساده کول يې د وخت مهمه اړتيا او لاسته راوړنه وبلله او د غونډې په پای کې د ا اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤولينو له لوري د اداري پروسو ساده کولو بهير په اړه پريزنټيشن وړاندې شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره چې په خپل تشکيل کې پنځه بېلابېل رياستونه لري؛ يو رياست يې د حکومت په ټولو وزارتونو او ادارو کې اړتيا ته په کتو د اداري پروسو ساده کولو چارې پرمخ وړي چې د يادې ادارې يو له مهمو ریاستونو څخه ګڼل کيږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د وزارتونو او ادارو يو شمېر پېچلې اداري پروسې چې تر دې وړاندې يې ارزونه شوې؛ په عملي توګه يې د ساده کولو بهير پيل کړي، چې له مخې به يې ګڼ شمېر پروسې ساده او خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خير په دعا پای ته ورسېده.