د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین معرفت غونډه کې گډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین معرفت غونډه کې گډون وکړ

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان په اساس د معارف وزارت پخوانی د دفتر رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی مالي او اداري معین وټاکل شو.

شنبه، د۱۴۴۷ هـ ق. صفر المظفر ۱۵مه/ د ۱۴۰۴ هـ ش. د زمري ۱۸مه.

دا غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د صنعت او سواګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ په تېر جمهوریت کې ټاکنې د خپلویو، شخصي اړیکو او نورو غیر اصولي لاملونو پر بنسټ ترسره کېدلې، اوس ټاکنې د اسلامي اصولو او احکامو په رڼا کې، د عدالت، شفافیت او اهلیت پر اساس تر سره کېږي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د ټاکنو موخه د ملت لپاره باصلاحیته، مؤثر او خدمت‌کوونکي مسؤولین ګمارل دي؛ ترڅو ستونزې کمې، ادارې پیاوړې او ولس ته رسېدنه چټکه شي.

نوموړي وویل: نظام هڅه کوي چې د هر وکړي لپاره د عدالت، پرمختګ او سوکالۍ زمینه برابره کړي. دا بهیر د ملت او اسلامي نظام ترمنځ د باور د لا پیاوړتیا نښه ده.

یاده غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء پای ته ورسېده.