د چارو ادارې عمومي رئیس: په نفلي عباداتو کې غوره عبادت د خلکو محوله چارې او ستونزې حل کول دي

د چارو ادارې عمومي رئیس: په نفلي عباداتو کې غوره عبادت د خلکو محوله چارې او ستونزې حل کول دي

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د یادې ادارې اړوندو ریاستونو له معاونینو او امرینو سره غونډه کې یو بل سره په همکارۍ، ښه خدمت، اخلاص، تواضع او د دندو ترسره کولو پر مهال د مسؤولیت پالنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: په نفلي عباداتو کې ترټولو غوره عبادت د خلکو محوله چارې ترسره کول او د هغوی د ستونزو حل کول دي، نو اړینه ده چې له شته فرصت څخه په استفاده خلکو ته په صداقت او اخلاص سره خدمت وشي.

د چارو ادارې عمومي رئیس زیاته کړه: اسلامي نظام د الله تعالی یو لوی نعمت دی، باید شکر یې ادا کړو؛ ځکه چې انسان له نسیان څخه دی، کله چې له یوه نعمت څخه برخمن شي، بیا له هغه نعمت څخه وروسته پخوانی حالت ترې هېرېږي.

نوموړي د کارکوونکو د ارزونې او ظرفیت لوړونې په اړه وویل: هر هغه څوک چې دې اداره کې په دنده ګومارل کېږي، لومړی ارزول کېږي او ځانګړی وخت ورکول کېږي؛ ترڅو له کاري چاپېریال سره ځان عیار، سپارل شوې دندې زده او د خپلو مسؤولیتونو په ترسره کولو کې فعاله ونډه واخلي.

غونډه چې د قران کریم تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.